په دې ځانګړي لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې، ولیعهد محمد بن سلمان د افغانستان د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ او زیاته یې کړه، چې سوله هدف ته د رسیدو له پاره مهمه ده او ټولې غاړې باید ترې ملاتړ وکړي. له ترهګرۍ سره مشترکه مبارزه د لیدنې بله مهم موضوع وه، د سعودي عربستان ولیعهد وویل، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان دولت سره همکاریو ته چمتوالی لري، دواړو لورو هوکړه وکړه، چې په افغانستان کې به د بهرنیو ترهګرو او هغو تروریستانو پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي، چې د سولې او مذاکراتو پر ضد اقدامات کوي او نه غواړي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
په دې دوه اړخیزو بحثونو کې له افغانستان څخه د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ائتلاف د ملاتړ پر څرنګوالی هم خبرې وشوې، ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر وویل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او بنسټ پالنې د له منځه وړلو له پاره افغان دولت خپل تعهد پر ځای کړی، نوموړي زیاته کړه، چې په دې مبارزه کې له افغانستان سره د اسلامي هېوادونو نړیوال پوځي ائتلاف ملاتړ او ودریدل اهمیت لري. ولیعهد محمد بن سلمان د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ائتلاف له هر اړخیزو همکاریو څخه افغان لوري ته ډاډ ورکړ.
د اجنډا له مخې په دې ناستې کې پر دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو هم خبرې وشوې، سعودي عربستان له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو له پراختیا څخه خبر ورکړ. همدارنګه په سعودي عربستان کې د میشتو افغان کارګرو او سوداګرو له پاره د کاري فرصتونو او اسانتیا پر برابرولو هم د پام وړ پرمختګونه وشول، د سعودي عربستان مشرتابه ژمنه وکړه، چې هېواد به یې افغان کارګرو او سودا ګرو ته کاري فرصتونه او اسانتیاوې پراخه کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)