دخپریدو نیټه :جمعه ۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 158773
د پاکستان صدارعظم افغانستان ته سفر کړی
د پاکستان صدراعظم شاهدخاقاق عباسي دپنجشنبی په ورځ د دوه ورځني سفر لپاره ترکمنستان او افغانستان ته سفرکړی.

د افغان غږ(آو) آژانس د خبرله مخی، خاقاق  په ترکمنستان او افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار په پرانیستونکې غونډه کې ګډون وکړي.
راپونه وایی، چې په یاد غونډه کې د افغانستان، ترکمنستان او هند مشران هم برخه واخلي.
د پاکستان د صدراعظم د دفتر له خبرپاڼې سره سم، له ښاغلي عباسي سره په دې سفر کې د پاکستان د انرژۍ وزیر جام کمال خان هم ملګری دی.
د یاد وړدی، د هرات ولایت په غونډه کې به ۴ هیوادونه په خپل منځ کې د ۱۸۱۴ کیلومتره اوږد پایپ لاین په تړاو د تجارتي قراردادونو د شکل شرطونه نهايي کړي.
https://avapress.com/vdcgu79qwak9nu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته