دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 158803
پاکستان د ترهگرۍ په څارلست کې ورګډ نه شو
د مالي منابعو د څار ادارې ویلي دي چې پاکستاند ترهگرو د مالي ملاتړو په څارلست کې شامل نشو
په پاریس کې د مالي منابعو د څارنې د نړیوالې ادارې یا FATF ویاندې الکساندرا دانیل د جمعې په ورځ تائید کړه چې د پاکستان نوم د ترهگرو د مالي ملاتړو په څارلست کې نشته.
میرمن دانیل دا هم ویلي چې ددې ادارې مامورین د هغه رپوټ مسؤل ندي چې په کې د ترهگرو د مالي ملاتړو په څارلست کې د پاکستان د نوم د ځای کولو ادعا شوی وه.
د رویټرز خبري اژانس دمخه د یو دیپلومات په گډون چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د دوو مقاماتو له خولې لیکلي چې د مالي منابعو د څارنې د نړیوالې ادارې پاکستان حکومت یو ځل بیا د ترهگرو ډلو د مالي ملاتړو هیوادونو په څارلست کې شامل کړ.
تر اعلامیې وړاندې داسې رپوټونه وو چې پاکستان به د ترهګرو د مالي ملاتړو هیوادونو په نوملړ کې شامل شي.
د رویټرز په راپور کې دا هم لیکل شوي وو چې پاکستاني مقاماتو تر وروستۍ شیبې پورې هڅه وکړه چې ددې ډول تصمیم مخه ونیسي خو د پاکستان د یو لوړپوړي مقام په وینا د مالي منابعو د څارنې د نړیوالې ادارې غړو د پنجشنبې د ورځې ناوخته پاکستان بیا په دغه لست کې شامل کړ.
دوه ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف، په خپل یو ټویټري پیغام کې ادعا کړې وه چې د FATF غړي هیوادونه د ترهگرو د مالي ملاتړو په څارلست کې د پاکستان د شاملولو په هکله د نظر اختلاف لري چې دغه تصمیم د دریو میاشتو لپاره وځنډوي.
د روانې اونۍ په پیل کې چین، ترکیې او د خلیج د همکارۍ د شورا غړو هیوادونو د ترهگرو د مالي ملاتړو په لست کې د پاکستان د شاملولو سره خپل مخالفت څرگند کړی و. خو د رویترز اژانس په وینا چین او د خلیج د همکارۍ شورا د پنجشنبې په ماښام د خپل مخالفت نه لاس واخیست.
د ترهگرو د مالي ملاتړ په څارلست کې د پاکستان شاملول د امریکا د متحده ایالاتو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي اسلام آباد د ترهگرو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي. د امریکایي مقاماتو په وینا دغه ترهگرې ډلې په افغانستان کې تروریستي بریدونه کوي.
امریکایي مقامات همداشان پاکستان د ترهگرو ډلو په ملاتړ تورن کړی چې له هغوی څخه په افغانستان کې د نیابتي جگړې لپاره کار اخلي. دغه ادعا د اسلام آباد له لورې رد شوې او پاکستاني مقاماتو ویلي چې ددې هیواد په خاوره کې "د ترهگرو لپاره هیڅ امن ځای" نشته.
دا لومړی ځل ندی چې د پاکستان حکومت د مالي منابعو د څارنې د نړیوالې ادارې د غړو هیوادونو یا FATF له لورې په جدي توگه ارزول کیږي. دا هیواد د ٢٠١٢ نه تر ٢٠١٥ پورې هم د FATF له خوا تر څارنې لاندې و.
د مالي منابعو د څارنې نړیواله اداره یا FATF، ٣٧ غړي لري چې د سعودي عربستان په گډون د خلیج د حوزې هیوادونه هم په کې شامل دي. ددې ادارې اصلي ماموریت د پیسو د تطهیر پر ضد مبارزه ده چې ترهگرې ډلې له دې لارې تمویلیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawan6e49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته