دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 158809
کابل او هلمند کې ځانمرګي بریدونه شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې یو ځانمرګی بریدګر چې پلی روان وو، د کابل ښار د نهمې امنیتي خوزې اړوند د شش درک په سیمه کې د یوې امنیتي پوستې سره نږدې برید وکړ، چې له امله یې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا ځانمرګی بریدګر د شش درک د سړک مخې ته د یوې امنیتي پوستې سره نږدې شوی، چې له امله یې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي دانش خبریالانو ته ویلي چې د پيښې په قربانیانو کې ملکي آو امنیتي کارکوونکي شامل دي.
تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
خو طالبانو د هلمند په ولایت کې د لښکرګاه په ښار او د نادعلي په ولسوالۍ کې د دوو ځانمرګو بریدنو مسولیت منلی دی.
په هلمند کې امنیتي چارواکي وايي، نن یوه ځانمرګی برید په لښکرګاه ښار کې د پولیسو پر دوهمه امنیتي حوزه او دوهم بریدګر په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي پوځ د لوا پر مرکز بریدونه کړي دي.
د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په لښکرګاه ښار کې د پوليسو پر دوهمه حوزه شوی ځانمرګی برید موټر په وسیله شوی دی.
مل پاسوال عبدالغفار ساپي وویل، چې اوس سیمه د امنیتي ځواکونو ترپلټنو لاندې ده او د پیښې جزئیات به وروسته له خبریالانو سره شریک شي.
د وهمه حوزه د لښکرګاه ښار په مرکزي برخه کې موقعیت لري.
بلي خوا ته نن سهار اوه نیمې بجې د لښکرګاه په شمال د نادعلي ولسوالۍ په ماتکي سیمه کې د ۲۱۵ میوند قول اردو پر لوا د حاموي زرهې وسیلې په مټ یو ځانمرګي برید شوی، چې د افغان پوځ څلور منسوبین په کې وژل شوي او درې نورټپیان شوي دي.
د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې ځانمرګی موټر بم حمله د یوه نظامي حاموي په وسیله شوې ده.
سرچینه زیاته وي چې ځانمرګي برید کونکي غوښتل له چاودیدونکو توکو ډک حاموي موټر په ماتکي سیمه کې د ملي پوځ د لوا مرکز ته داخل کړې چې په نظام قرول کې يې مخه ونیول شوه خو په چاودنه کې د ملي پوځ ۴ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور يې ټپیان شوي.
د طالبانو په یو بیان کې ویلي، چې په لښکرګاه ښار کې ځانمرکی برید افغان ځواکونو په یو امنیتي مرکز کړی دی.
طالبانو ادعا کړې چې د نادعلي په ولسوالۍ کې په شوي ځانمرګي برید کې د افغان پوځ یوه قراګاه له منځه تللې ده.
خو د هلمند امنیتي چارواکو د طالبانو دا ادعا بې اساسه بللې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgz79qyak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته