دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 158852
په فراه کې ملی ځواکونو ۲۰ سرتیری په شهادت رسیدلی دی
دادالله قانع؛ فراه ولایتی شورا معاون وایی چی لږ ترلږه د ملی ځواکونو ۲۰ تنه سرتیری د طالبانو تیری شپی برید له امله چی په دی ولایت کې ددی ځواکونو پر قرارګاه باندی ترسره شو، ژوند له لاسه ورکړی دی.

 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د فراه ولایتی شورا معاون، د شنبه په ورځ رسنیو ته وویل چی دا برید د شنبه په غرمه ۲ بجو په شاوخوا ددی ولایت بالابلوک ولسوالی شاخ بالا کنسک سیمه کې ترسره شوی دی.
هغه زیاتوی چی طالبان دوه تنه نور سرتیری د ځینو وسلو سره د ځان سره وړی دی.
دادالله قانع وایی چی ددی پيښی رامنځته کیدو مخکې، د سور شمالګاه په سیمه کې، د فراه ولایت مرکز کې یو نښته ګزارش شوی وو چی امنیتی ځواکونه هلته سرګرم وو او طالبان وتوانیدل چی دی فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره، پردی قرارګاه باندی برید وکړی.
په همدی حال کې، محمد یونس؛ د فراه والی معاون هم دا برید بیله جزئیاته تایید کړی دی.
طالبان هم ددی برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.
 
https://avapress.com/vdcenv8zwjh8nvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته