دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 158853
نیکلسن: په افغانستان کې د داعش ١٥٠٠ جنگیالي شته
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي، په افغانستان بهرني جنګیالي شته، خو د روسیې له خوا ورکړل شوې شمیرې د مبالغې ډکې دي.
جنرال نکلسن وویل د داعش د جنګیالیو شمېر له دوه زرو کم دی او هغه بهرني جنګیالي چې په افغانستان کې موجود دي د پاکستان د اورکزیو پښتانه او دوهمه ډله یې د ازبکستان د اسلامي تحریک کسان دي.
جنرال نکلسن وویل چې داعشیان د ننګرهار په سویل، د کنړ او د جوزجان په ځینو برخو کې په جګړه بوخت دي.
له بلې خوا په ناټو کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیره کای بیلي هیټچسن چې په ناټو کې د ترکیې، جرمني او ایټالیا له سفیرانو سره یوځای افغانستان ته په دوه ورځني سفر تللې، وايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کوي.
میرمن هیټچسن وویل تمه لري چې طالبان پدې پوه شي چې په جگړه کې نشي بریالي کیدای او د حل یواځنی لار مذاکرات دي.
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان هغو رپوټونو ته په اشارې چې د داعش جنگیالي له عراق او سوریې نه افغانستان ته راځي وویل چې دوی د بهرنیو جنګیالیو د را تګ شاهد ندي.
جنرال نیکولسن دا هم وویل چې د امریکا له نوې ستراتيژۍ وروسته اوس طالبانو د ولسوالیو د نیولو په ځای په حملو لاس پورې کړی دی. هغه د بلخ د والي د لرې کېدو په تړاوو وویل چې د افغانانو سیاسي پروسې ته درناوی لري خو د سیاستوالو هر ډول اختلاف باید امنیتي حالات متاثر نه کړي.
ناټو ته د امریکا، ایټالیا، جرمني او ترکیې سفیرانو او جنرال نکلسن په مزارشریف او هرات کې د بهرنیو پوځیانو د لیدو ترڅنګ له افغان چارواکو سره هم کتلي دي. دا سفر په بروکسل کې د جولای له ناستې مخکې د ارزونې په پار ترسره شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftcdymw6dtca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته