دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۳
د مطلب کود : 158855
د طالبانو یو ډل مشر په هرات کې ونیول شو
د هرات شمال ولسوالیو کې د سرحدی ځواکونو چاڼییز عملیات کې، دری تنه د دولت مخالفان وژل شوی او یو ډل مشر یی نیول شوی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارشس ره ګلبدین الکوزی؛ غرب زون سرحدی ځواکونو قومانده چی ددی عملیات رهبری په غاړه درلوده وایی: په دی عملیات کې چی د تاپی په وړاندی خنډونو له منځه وړلو په مقصد د کشک کهنه او ګلران ولسوالیو کې رامنځته شوی وو، دری تنه مخالفان وژل شوی او یو تن بل د تور حافظ په نامه نیول شوی دی.
د ښاغلی الکوزی په وینا، ددی عملیات په لړکې، همدارنګه ۲۱ ماین حلقه د تخنیکی تیمونو له لوری کشف او خثی کړل شوی دی.
هغه زیاته کړه چی په دی عملیات کې امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی دی.
دا په داسی حال کې دی چی د طالبانو دواړه ډلې د ملا رسول او ملا هبت الله په مشری د تاپی پروژی عملی کار شروع کیدو څخه ملاتړ کړی دی.
 
https://avapress.com/vdchm6nzm23nm6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته