دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 158903
جمهور رئیس د هرات اهل تشیع مشرانو سره په کتنه کې: زموږ موخه د پخوانیو ټپونو رغاول دي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني هرات ولایت ته د خپل سفر په څلورمه ورځ نن له غرمې مخکې د هرات ولایت یو شمېر اهل تشیع مشرانو سره وکتل.
 په پیل کې احمد علي جبرئیلي او بهزاد حکاک د نورو په استازیتوب جمهور رئیس ته په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار د پیل مبارکي وویله او د اقتصادي برنامو د تطبیق په برخه کې د هغه د هراړخیزو کوښښونو قدرداني او ملاتړ وکړ.
هغوی پریووالي او پیوستون، د ټولنیز عدالت تامین، د شفافو ټاکنو په ترسره کولو په ټینګار په مقرریو د شفافیت او عدالت د تامین غوښتنه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس د اقتصادي او زیربنایي پروژو په برخه کې د هرات ولایت د اهل تشیع مشرانو د ملاتړ مننه وکړه وې ویل، زموږ موخه د پخوانیو ټپونو رغاونه ده.
جمهور رئیس غني د دولتي کارکوونکو په استخدام کې په شفافیت پر ټینګار وویل، د مقرریو بهیر د شفافو برنامو او اصولي ازموینو له لارې ترسره کېږي. هغه زیاته کړه، کوښښ او موخه داده چې یو قانونمند دولت ایجاد کړو او د داسې ټولنې خاوندان شو چې ټول وطنوال له مساوي حقونو څخه برخمن وي.
جمهور رئیس دېته په اشارې چې تېرو پېښو زموږ څلور نسلونو ته صدمه رسولې ده وویل: زه ټولو ته مسوول یم او موږ باید په تېر کې ایسارپاتې نشو.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgwb8frhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته