دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 158904
د فراه ولایت، بالابلوک ولسوالۍ کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د ملي دفاع وزارت ویاند، تورنجنرال دولت وزیري، د یکشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، همدا مهال په ۱۴ ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه ۱۷ تعرضي عملیات روان دي.

نوموړي زیاته کړه، کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۱۲ تهاجمي عملیات ترسره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۸ هوایي بریدونه تر سره شوي دي.
د یادو عملیاتو په پایله کې ۱۰ ترهګر د فراه په بالابلوک ولسوالۍ، ۴ ترهګر د هلمند په نهر سراج او ګرمسیر ولسوالیو، ۳ ترهګر د تخار په مرکز، ۲ ترهګر د غزني په اندړو ولسوالۍ، ۲ ترهګر د زابل په ارغنداب ولسوالۍ او یو ترهګر د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د یادو عملیاتو پر مهال د ۲۲ ترهګرو پر وژلو سربېره، ۲۰ نور ترهګر ټپیان شوي دي.  
وزیري همداراز زیاته کړه، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ کړۍ ماینونه، چې د ترهګرو لخوا په سړکونو او د ګڼې ګوڼې په سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا کشف او شنډ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، ننګرهار، لغمان، لوګر، فاریاب، کنړ، فراه، غزني، زابل، تخار، بغلان، بلخ، نیمروز او هلمند ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات له لاسته راوړنو ډک وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره په مخ روان دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccx4qs02bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته