د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشید رسولي د یکشنبې په ورځ د روان کال د کب په ۶مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: له یادې ډلې ۴۲۶ د اداري فساد قضیې د اداري فساد پر وړاندې د عدلي او قضایي مرکز په څارنوالۍ پورې اړه لري.
نوموړي زیاته کړه، چې د یادو قضییو په تړاو ۵۴ تنه ملکي او نظامي منسوبین ممنوع الخروج اعلان شوي او د ۱۵ نورو دندې ځنډول شوي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند همداراز وویل:" تر دې مهاله د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز لخوا د لوړ پوړو حکومتي مامورینو او نظامي جنرالانو په ګډون ۱۱۸ تنه په سزا محکوم شوي دي."
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز توانېدلی، چې د یادو قضییو په تړاو د یو میلیارډ او شپږ سوه زره څخه زیاتو افغانیو، نېږدې ۴۹ میلیونو او ۵۰۰ زرو امریکایي ډالرو او ۳۰۰ زره پاکستاني کلدارو د ردولو په اړه هم پرېکړه و کړي.
ښاغلي رسولي دې ټکي ته په ټینګار سره، چې د اداري فساد پر وړاندې د دولت حوصله پای ته رسېدلې، زیاته کړه: د اداري فساد په قضییو کې تورن کسان، چې په هر موقف او ځای کې وي، قانون به پرې په مساوي ډول پلی کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)