کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې د غلچکي بریګرو ۱۲ کسيزه ډله ونيول شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 حوت 1396 ساعت 15:05

د ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې د غلچکي بریدګرو یوه ۱۲ کسيزه ډله کره کشفي معلوماتو پر اساس نيولې.


د کندهار د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې یادې ډلې په ښار کي بيګنا هيوادوالوژل او د خلګو په منځ کې به یېوېره خپرول.
نيول شوو کسانو اعتراف هم کړی چي په کندهار ښار کی يې غلچکي بریدونه کول او يو شمېر بېګناه کسان يېهم وژلي دي.
باید وویل شي چي څو ورځي وړاندي ملي پوليسو هم درې تنه اختطاف کوونکي چي يو کوچنی يې تښتولی و، د عملياتو پرمهال ووژل.


د مطلب کود: 158907

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158907/کندهار-کې-د-غلچکي-بریګرو-۱۲-کسيزه-ډله-ونيول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com