د نفتي موادو او اوبلن ګاز تصدۍ ریاست، دي په یوه ټولیزه طرحه کار وکړي چې پورتني ټول موارد پکې شتون ولري او هغه دي د راتلونکي اوونۍ په بله ناسته کې د پرېکړې نیونې لپاره وړاندي کړي.
د نفتي موادو او اوبلن ګازتصدۍ د راتلونکو کړنو او پروګرامونو په تړاو د تصدیو عالي شور ناسته جوړه شوه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 حوت 1396 ساعت 16:54
د نفتي موادو او اوبلن ګاز تصدۍ ریاست، دي په یوه ټولیزه طرحه کار وکړي چې پورتني ټول موارد پکې شتون ولري او هغه دي د راتلونکي اوونۍ په بله ناسته کې د پرېکړې نیونې لپاره وړاندي کړي.
مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د کب میاشتې په ۵ مه نېټه د سوداګرۍ او صنایع له وزیر ښاغلي همایون رسا، سره چې د اقتصاد وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ښاغلي محمد اسمعیل رحیمی، د نفتي موادو او اوبلن ګاز تصدیو، لوی رئیس ښاغلي ولید تمیم، هم شتون درلود وکتل.
په دې لیدنه کې مالیې وزیر له هغوی سره د ګاز او تېلو، د پروژو په پولي وجوې او د طلباتو په تصفیه، د دې تصدۍ د ودانیزو کارونو په پیلېدو، په ولایتونو او مرکز کې د نفتي موادو او اوبلن ګاز تصدۍ، د کارکوونکو عملي تشکیل پلي کېدو په پیلولو، اصلاحاتو، د دې تصدۍ د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په تړاو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
پرېکړه وشوه، چې د نفتي موادو او اوبلن ګاز تصدۍ ریاست، دي په یوه ټولیزه طرحه کار وکړي چې پورتني ټول موارد پکې شتون ولري او هغه دي د راتلونکي اوونۍ په بله ناسته کې د پرېکړې نیونې لپاره وړاندي کړي.
د مطلب کود: 158916