دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 158968
د افغان ترک ښوونځیو د مدیریت د لېږد تړون لاسلیک شو
د افغانستان او ترکیې پوهنې وزارتونو ترمنځ د یوه تړون له مخې د افغان ترک ښوونځیو مدیریت، چې وړاندې تر دې د چاغ ایجوکیشنل په نامه موسسې پر غاړه و، د ترکیې د معارف بنسټ ته ولېږدول شو.
 
ددې انتقال موخه د یادو ښوونځیو د کمیت او کیفیت لوړېدل دي، چې د دواړو هیوادونو د پوهنې وزارتونه به یې تنظیموي.
 
د شوي تړون له مخې د ترکیې د معارف بنسټ ژمن دی، چې د یوه ۱۰ کلن پلان په رڼا کې یاد ښوونځي ډېر کړي، کیفیت یې ښه او سیستمونه یې هم تر پخوا تجهیز او په نویو وسایلو او میتودونو سنبال کړي. ددې کار لپاره به په لومړي پړاو کې پنځه میلیونه ډالر او وروسته بیا شل میلیونه ډالر د ترکیې لخوا ځانګړي شي.
 
د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ابراهیم شینواری وايي، چې په دې انتقال کې به د ښوونځیو په نصاب کې هېڅ ډول بدلون نه راځي او د تېر په پرتله به زده کوونکو ته ډېر ښوونیز امکانات برابر شي. نوموړی وايي، چې ښوونځیو ته د جذب ازموینې به په ټول افغانستان کې اخیستل کېږي، فیس به د اوس په پرتله ۲۰ سلنه کمېږي او همدارنګه به د هیواد د امنیتي ارګانونو د شهیدانو بچیانو ته هم په دې ښوونځیو کې د وړیا زده کړو امکانات برابرېږي.
 
د نوموړي په وینا د تړون له مخې به د افغان ترک ښوونځیو شمېر ۲۸ ته لوړ شي، ۱۰ نوي تخنیکي او مسلکي ښوونځي به جوړ شي او د زده کوونکو شمېر به هم ۱۸۰۰۰ تنو ته لوړ شي. همدارنګه به د نجونو او هلکانو د لیلیو ظرفیت هم ۶۰ سلنه پورته ځي او د ولسوالیو زده کوونکو ته به هم زمینه برابره شي، چې ددې ښوونځیو له خدماتو برخمن شي.
 
د شوی تړون له مخې به د یادو ښوونځیو ۱۰ سلنه فارغانو ته په ترکیه کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه ورکول کېږي.
 
د پوهنې وزارت سرپرست وايي، چې د شویو تعهداتو د عملي کولو لپاره به یو مدیریتي ټیم جوړ او په جدي ډول دا چارې تعقیب کړي.
 
په ورته وخت کې د ترکیې د پوهنې وزیر عصمت یولماز ژمنه وکړه، چې له افغان پوهنې سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او ترڅنګ به یې په تړون کې د شویو ژمنو بشپړ درناوی او تعمیل کوي.
 
پوهنې وزارت په ورته وخت کې په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو فعالیتونه هم وستایل او ټینګار یې وکړ، چې د یادو ښووننځیو زرګونه فارغانو د هیواد د معنوي پانګې په جوړېدو کې ستره مرسته کړې ده
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce4qs42bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته