د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش ویلي دا هلک او نجلۍ د کوهستان د بندر سیمې اوسیدونکي دي چې د دوی د واده په تړاو د کورنیو له مخالفت وروسته غور ولایت ته تښتیدلي و.
د ښاغلي یورش په وینا د سیمې مشرانو دغه جوړه بیرته خپلې سیمې ته استولي، چې وروسته بیا طالبان پرې خبر شوي او صحرایي محکمه یې پرې جاري کړې ده.
طالبانو د دوشنبې په ورغ دغه هلک او نجلۍ د خلکو په مخ کې هر یو ۸۰ دورې وهلي.
طالبان تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې ډيری ځلې خلک محاکمه کړي، چې په ټولنیزو رسنیو کې صحرایي محاکمه ورته ویل کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)