د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویلي دی، چې دا دوولس کسیزه ډله د ملي امنیت ځواکونو د «کره» کشفي معلوماتو پر اساس نیولې ده.
سرچینو زیاتوی، چې «دې ډلې په کندهار ښار کې زموږ بېګناه هیوادوال شهیدانول او د خلکو په منځ کې یې وېره خپروله.»
خبر پانه وای، چې نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې په کندهار ښار کې یې هدفي ترورونه کول او یو شمېر کسان یې وژلي دي.