کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې لسګونه کسانو د پاکستان پر ضد لاریون کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 حوت 1396 ساعت 17:20

د خوست قومي مشرانو، مدني فعالانو او لسګونه خوستیانو په یوه لاریون کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنه وغندله او وایي، چې پاکستان په افغانستان کې د ټولو بریدونه تر شاه لاس لري.


لاریونوالو په ډاګه کړه، چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې د ملاتړ ترڅنګ د پښتونخوا قبایل او بلوڅان هم په بې رحمۍ وژني.
دوی وایي، پاکستان په افغانستان کې له جنګیدونکیو وسلوالو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ورته د خوندي پټنځایونو زمینه برابره کړې ده.
د خوست اوسیدونکی میرناګل  تڼیوال پاکستان یو ترهګر هېواد وباله او وایي، چې دغه هېواد د افغانستان، مرکزي آسیا او نړۍ لپاره یو سرخوږی دی.
ثمین خان ځدراڼ نومي پاکستان هغه سرطاني دانه وګڼله، چې ټولې نړۍ ته یې د دهشت او وحشت هڅې پراخه شوې دي.
د لاریون په پرېکړه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې پاکستان په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو تر شا لاس لري او د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه دې په تور نوملړ کې شامل شي.
لاریون کوونکیو دغه راز د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې له پښتنو او بلوڅانو سره د پاکستان حکومت بد چلند او په یوه او بل نوم د خلکو وژنه هم وغندله او  د دیورند ها غاړې پښتانه یې افغانان وبلل او ملاتړ یې ترې څرګند کړ.
دغه لاریون په داسې حال کې تر سره کیږي، چې څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځیانو نن هم د کونړ ولایت پر غرنیو سیمو ۱۵۷ توغندي توغولي دي.


د مطلب کود: 159051

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159051/په-خوست-کې-لسګونه-کسانو-د-پاکستان-پر-ضد-لاریون-کړی

آوا
  https://www.avapress.com