دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۴۸
د مطلب کود : 159080
کنر دری ولسوالی د پاکستان تر راکتی بریدونو لاندی راغلل
کنر ولایت پولیسو قوماندی ویاند ویلی دی چی تیره شپې راهیسی د ۱۷۵ څخه ډیر راکت د پاکستان خاوری څخه دانګام، ناری او سرکانوی ولسوالیو باندی غورځول شوی دی.

د کنر ولایت امنیتی ځواکونه وایی چی پاکستان یو ځل بیا، ددی ولایت ځینی برخې تر راکتی بریدونو لاندی راوړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فریدالله دهقان؛ کنر ولایت پولیسو قوماندی ویاند ویلی دی چی د تیری شپې راهیسی د ۱۷۵ څخه دیر راکتان د پاکستان له لوری دانګام، ناری او سرکانوی ولسوالیو باندی غورځول شوی دی.
د ښاغلی دهقان په وینا، ددی راکتونو په نتیجه کې، یو کور خراب شوی؛ خو ځانی تلفات نه درلود.
 
https://avapress.com/vdciv3azut1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته