دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 159174
لاوروف: روسیه به د ترورېزم د ګواښ تر ختمېدو د سوریې له رژیم نه ملاتړ وکړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مسکو به د ده په وینا د ترورېزم د ګواښ له‌منځه وړلو په برخه کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت سره مرستې ته دوام ورکړي.
د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت څخه د مسکو د ملاتړ د دوام څرګندونې داسې مهال شوي چې نړیوالو په یوه خوله د سوریې پر حکومت انتقاد کړی چې په تېرو شااوخوا ۱۰ ورځو کې یې دمشق ته څېرمه په بریدونو کې سلګونه کسان ووژل.
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د کب ۰۹» په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د وینا پر مهال وویل چې مسکو به د ده په وینا د ترورېزم د ګواښ له‌منځه وړلو په برخه کې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت سره مرسته وکړي.
ختیځه غوطه د پلازمېنې دمشق په څنډو کې یوه سیمه ده او په دې وروستیو کې د داسې خونړیو بمباریو شاهده وه چې د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې یې ساری نه‌درلود.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmoqs02bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته