دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۲۶
د مطلب کود : 159214
پاکستان، طالبان سیاسی ډله وباله
خواجه محمد آصف، د پاکستان خارحه وزیر، ویلی دی چی افغان طالبان یو سیاسی ډله ده.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی آصف پنجشنبه په اسلام آباد کې په یو خبری کنفرانس کې د افغانستان حکومت سولې فراخوان څخه ښه راغلاست ترڅنګ وویل چی پاکستان د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو څخه ملاتړ کو.
د پاکستان خارجه وزیر همدارنګه ټینګار کړی افغانستان معضل نظامی حل لاره نه لری.
محمد اشرف غنی، افغانستان ولسمشر، چهارشنبه(فبروری ۲۸) وویل چی افغانستان حکومت حاضر دی چی طالبان د یو سیاسی ډلې په حیث په رسمیت وپیژنی، په دی شرط چی هغه ډله د جنګ څخه لاس واخلی.
سربیره پردی چی افغانستان حکومت طالبان یو شورشی او تروریست ډله بولی، ښاغلی غنی خپل اوه ګونۍ پیشنهاونه د طالبانو سره سولې لپاره ارایه کړ او وویل چی ملی وحدت حکومت د طالبانو سره بیله کوم شرط او قید مذاکراتو غوښتونکې دی.
پاکستان خارجه وزیر، همدارنګه، د امریکا استراتیژی څخه نیوکو ترڅنګ وویل چی پاکستان خپل خارجی سیاست ملی ګټو په اساس جوړ کړی او هیڅ وخت خپل ملی ګټې د امریکا ګټو لپاره نه قربانی کوی.
دونالد ترامپ، امریکا ولسمشر، پاکستان د تروریستانو په ملاتړ او هغوی ته پټنځایونو په ورکولو تورن کړی او هغوی په وړاندی سخت فشار اعمال کړ.
پاکستانی چارواکې دا تورونه رد کړی او ځان د دهشت افګنی قربانی بللی دی.
 
https://avapress.com/vdchzwnzk23nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته