دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۹
د مطلب کود : 159279
ترامپ بی ثبات، بی منطق، بی تجربه او فاسد دی
هیل خبری تارنمای په یو مطلب کې لیکلی چی جان برنان د سیا پخوانۍ مشر ترامپ یو بی ثبات، بی منطق، بی تجربی او فاسد کس بللی دی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، برنان تیره ورځ د ام اس ان بی سی شبکه سره په خبرو کې وویل چی ولسمشر د ټولو قواوو د فرماندهی دنده او صلاحیت نه لری، مخصوصآ په هغه وخت کې چی نظامی تیری د روسیه او شمالی کوریا له لاری د ډیریدو په حال کې دی.

برنامه زیاته کړه: زموږ هیواد باور ته اړتیا لری ترڅو وکولای شو د پوتین سره یو ځل بیا نظامی جبهه کې مخامخ شو، موږ وکولای شو شمالی کوریا سره مخامخ شو، وکولای شو ددی مسائلو سره مخامخ شو.

هغه زیاته کړه: په هغه صورت کې چی موږ په سپین ماڼۍ کې بی ثبات، بی منطق، بی تجربه او فاسد شخص ولرو، حقیقت کې طوفانی شرایط مخته لرو.

ویلو وړ دی چی پوتین ددی مخکې اعلان ړی وو چی راکتی دفاعی سیستمونه د هغوی پیاوړو او پرمختللو راکتو په وړاندی بی ګټې دی او دا راکتونه د نړۍ هر برخې ته رسیدو توان لری.

https://avapress.com/vdciy3az3t1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته