کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزنی ولایت د یوې کورنې ۳ غړی ناي ناپېژاندو وسله والو په مرموز ډول ووژل

13 حوت 1396 ساعت 10:03

د غزنی ولایت خنی خلګو نن ورڅ لاریون کړی دی او د کندهار او کابل لويه لاره يي د ټرافیکو پرمخ تدلې.



د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې سلګونه خلکو لاریون وکړ او د ټرافیکو پرمخ تړلې.
یاد خلکو تر هغه وروسته لاریون وکړ اود کندهار اوکابل لویه لاره يې وتړله چې پرون شپه د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند شېراباد سیمه کې د یوې کورنۍ ۳ غړي ناپېژاندو وسله والو په مرموز ډول ووژل او یوه ښځه یې ټپي کړه او ۲ تنه يې له ځان سره یووړل.
یاد لاریون کوونکي چې د وژل شویو کسانو جسدونه هم له ځانه سره لېږدوي، له دولته د دغو وژل شویو کسانو د قاتلیونو غوښتنه کوي.
د یاد ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري هم مني چې خلکو لاریون کړی او د کابل ـ کندهار لویه لاره یې د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.


د مطلب کود: 159296

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159296/د-غزنی-ولایت-یوې-کورنې-۳-غړی-ناي-ناپېژاندو-وسله-والو-په-مرموز-ډول-ووژل

آوا
  https://www.avapress.com