دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 159301
کابل: د ۱۲ میلیون ډالرو او ۱۵۰ میلیون افغانیو په پانګونې سره ۴ فابریکې جوړېږي
ټاکل شوې ده چې په پلازمېنه کابل کې د ۱۲ میلیون ډالرو او ۱۵۰ میلیون افغانیو په پانګونې سره څلور فابریکې جوړې شي. د افغانستان د کرنې او مالداری وزارت وایي، دغه فابریکې به د کابل د بګرامی ولسوالی په مربوطاتو کې د خصوصي سکټور په مرسته جوړې شي.

د یاد وزارت له خوا به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه فابریکې به د د کرنیزو تولیداتو د پروسس د غوړیو د تولید او د چرکانو د دانې جوړولو په برخو کې فعالیت وکړي.
خبرپاڼه زیاتووي، چې دغه فابریکې به د یو کمپلکس په شکل جوړې شي او ټاکل شوې ده چې پر دغه کابو ۱۲ میلیون ډالر او ۱۵۰ میلیون افغاني پانګونې وشي.
د کرنې او مالداری وزارت وایي، ټاکل شوې ده چې د دغو فابریکو په جوړېده سره د هېواد د صاداراتو په کچه کې زیاتوالی راشي.
د کرنې او مالداری وزارت په وینا، د دغو فابریکو په جوړېدلو سره به د کابو ۸۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7o8zzjh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته