کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د کجکي د ۱۰۰۰ میګاوات بریښنا د دویم فاز پروژې تړون یې له یو عراقي شرکت سره لاسلیک کړ.

15 حوت 1396 ساعت 9:58

دا بهرنی شرکت به په دغې پروژې باندې ۱۷۵ میلیون ډالر پانګونه کوي. د ارګ اعلامیه وايي چې دغه عراقي شرکت به تر ۲۰ کلونو پورې د برېښنا د تولید په ګټې کې شریک وي.


دا بهرنی شرکت به په دغې پروژې باندې ۱۷۵ میلیون ډالر پانګونه کوي. د ارګ اعلامیه وايي چې دغه عراقي شرکت به تر ۲۰ کلونو پورې د برېښنا د تولید په ګټې کې شریک وي.
ارګ  افغان غږ ته وویل : افغان حکومت به د دغې پروژې له لارې شاوخوا۹۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کوي.
د دغې پروژې اجرايي قرارداد د سه شنبې په ماښام (مارچ۵) په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله په موجودیت کې لاسلیک شو.
د ارګ اعلامیه وايي چې پر دغې پروژې سربېره د زمین داور د کانال او موسی قلعه د بند د رغېدو قراردادونه هم لاسلیک شول.
د ددغو پروژو په عملي کېدو سره به د سیلابونو مخه ونیول شي، زراعتي ځمکو ته به اوبه ورسول شي، برېښنا به تولید کړل شي او د ارګ په خبره ډېرې نورې ګټې به یې هم خلکو ته ورسیږي.
تر دې مخکې افغان حکومت له دوو هندي شرکتونو سره د کاسا۱۰۰۰، اندخوی-شبرغان او شبرغان-دشت الوان د برېښنا د انتقال پروژې لاسلیک کړې دي.


د مطلب کود: 159412

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159412/د-افغانستان-جمهوري-ریاست-وايي-کجکي-۱۰۰۰-میګاوات-بریښنا-دویم-فاز-پروژې-تړون-یې-له-یو-عراقي-شرکت-سره-لاسلیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com