دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 159415
د کجکي او موسی قلعه د برېښنا بندونو لپاره نوې قراردادونه لاسلیک شول
په سوېل هلمند ولایت کې د کجکې او موسی قلعه د برېښنا بندونو لپاره پرون په ارګ ماڼي کې نوې قراردادونه لاسلیک شول.

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې د اقتصادي شورا غونډې په پای کې او د ولسمشر محمد اشرف غني او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو چارواکو په حضور کې د کجکي برېښنا بند دویم فاز د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولید پروژې اجرائیوي قرارداد او دغه راز  د زمینداور کانال او موسی قلعه بند د جوړولو قراردادونه پرون ماښام لاسلیک شول.
 د کجکي برېښنا بند دویم فاز د ۱۰۰ میګاواټه تولیدي پروژې اجرائیوي  قرارداد د انرژۍ او اوبو وزارت معین محمدګل خُلمي او د ۷۷ ساختماني شرکت رئیس سلیمان سیلیف لاسلیک کړل او وروسته د یادې پروژې د برېښنا خریدارۍ قرارداد د افغانستان برېښنا شرکت رئیس انجینر امان الله غالب او د ۷۷ ساختماني شرکت رئیس سلیمان سیلیف لاسلیک کړ.
د ارګ ماڼی په وینا، د ۷۷ ساختماني شرکت پر دې پروژه ۱۷۵ میلیون ډالره پانګونه کوي او یاده پروژه به د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په عصري ډول جوړه، ګټې اخیستنې ته چمتو او لېږد یې د ۲۰ کلونو لپاره تطبیقیږي.
یاده پروژه د مالیاتو له لارې د دولت پایداره عایداتي منبع ده چې د افغانستان دولت به د مالیې له درکه ۹۳ میلیون ډالره عواید لاسته راوړي او له اقتصادي پلوه به زیاتې ښېګڼې او فرصتونه لکه کاري او شغلي فرصتونه، ولس او متشبثینو ته د انرژۍ پایداره منبع، د دولت د بودجې د کسر کموالی، د تشبثاتو او کورنیو تولیداتو وده، وارداتي انرژۍ لپاره پایداره بدیل او د انرژۍ په برخه کې  به د خصوصي سکتور د پانګونې د ودې لامل شي.
وروسته د زمینداور کانال او موسی قلعه بند د جوړولو قرارداد د کرنې او اوبولګولو وزیر نصیراحمد دراني او د ۷۷ ساختماني شرکت رئیس سلیمان سیلیف ترمنځ لاسلیک کړ.
د زمینداور کانال او موسی قلعه بند په جوړولو سره به د سیمې اوسېدونکو ته زیاتې اسانتیاوې لکه د اوبو له پلوه پر وخت د خلکو د اړتیاوو پوره کول، دسېلابونو مخنیوی، د برېښنا تولید، د زیاتې ځمکې کرنیزه کېدل، د څښاک پاکې اوبه، د خلکو د ژوند ښه والی، د چاپیریال مثبتې پایلې، په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کارموندنې منبع، اعتماد جوړول او دکلیو پر مرکز د فشار کموالی مساعدوي.
 
https://avapress.com/vdca6on6m49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته