دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 159416

کابل کې د کار او زده‌کړې ملي نندارتون پرانستل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت واي په راتلونکو دوو کلونو کې به یو میلیون ځوانانو ته کاري زمینه برابره شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له نړۍوالو همکارانو سره کار کوي چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي٬ خو د سوداګرۍ خونه بیا انديښنه لري چې ورځې بلې ته د بې کارۍ کچه د لوړېدو په حال کې ده.
د کار او زده کړې دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.
 د پلان فیوچر اجراییوي مشره سپوږمۍ صیام  افغان خبری اژانس ته وویل : له دغه نندارتون یې عمومي موخه  د ځوانانو لپاره د کار او زده کړې برابرول دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت بیا ډاډ ښودلی چې په راتلونکو دوو کلونو کې به یو میلیون ځوانانو ته کاري زمینه برابره شي، خو د سوداګرۍ وزارت بیا بې کاري لویه ننګونه بولي.
د کار او زده کړې نندارتون کې شمشاد تلویزون هم ګډونوال و چې ځوانانو ته یې د کاري موقع برابرولو ژمنه ورکړې.
دې نندارتون کې به ځوانان ومومي چې په کومو برخو کې زده کړې وکړي او څنګه کار پيدا کړي.
 
https://avapress.com/vdcb89b80rhbsap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته