کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د تیلو ټانکر چاودنه درانه مالي زیانونه او مرګ ژوبله اړولې ده

15 حوت 1396 ساعت 11:20

په ختېځ ننګرهار ولایت کې د تیلو په یوه ټانکر کې د چاودنې له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي.


د ننګرهار ولایت مقام د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي په حواله په یوه بیان کې لیکلي، چې پیښه نن سهار شاخوا شپږ بجې د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
ښاغلي خوږیاڼي افغان خبری آژانس ته وویل: په دغه پیښه کې لږ تر لږه دوه کسان ټپيان هم شوي دي او له امله یې ۳۰ څخه زیات دوکانونه اور اخیستی دی.
نوموړی زیاته کړه، چې ور په ټانکر پسې د نښلول شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوی دی.
تر اوسه د پیښې مسئولیت کوم چا یا ډله په غاړه نه دی اخیستی.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو دفعالیت سیمه ګڼل کېږي.
د تیلو په ټانکرکې چاودنه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د ننګرهار ولایت په ځېنو نا امنو ولسوالی کې د دولت ضد وسله والو او ترهګرو ډلو پر خلاف عملیات دوام لري.


د مطلب کود: 159421

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159421/ننګرهار-کې-د-تیلو-ټانکر-چاودنه-درانه-مالي-زیانونه-او-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com