د بلخ ولایت په مزار شریف کې ناپېژاندو وسلوالو کسانو یوه ځوان په ډزو وژلی دی.
(دوشنبې د کب۱۴مه) سهار د مزار کې د سپین جومات مخې شوې ده.
د بلخ د پولیسو ویاند، شېرجان درانی وایي، څیړونکې ډلې د پیښې سیمې ته تللي او څېړنې یې پیل کړې دي.
دی زیاتوي چې تراوسه د پیښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
دوه ورځې مخکې هم یو ځوان سوداګر مزارشریف ښار درېمې ناحې په سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو لخوا وژل شوی وه.
پولیسو د دې ځوان د وژنې په تور یو شمېر کسان نیولي دي.