دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 159460
په کانکور کې سږ کال نجونو ته ۶۸۵۰ سیټونه په پام کې نیول شوی دی

د لوړو زده کړو وزارت ویاندې عارفې پیکار نن خبریالانو ته وویل، چې د ګډون پر معمول بهیر سربېره ۶۸۵۰ سېټه، د سږ کال په کانکور آزموینه کې د نجونو لپاره ټاکل شوی دی.
نوموړې زیاته کړه، چې په بامیانو، کونړ، بادغیس، هلمند او تخار ولایتونو کې د نجونو لپاره د پنځو معیاري لیلیوو جوړول د لوړو زده کړو وزارت د راتلونکی کال په پروکرامونو کې شامل دي او ټاکل شوې چې د دغو لیلیو  د جوړولو چارې به یې د راتلونکي کال تر نیمایي پورې بشپړې شي.
د اغلي پیکار په وینا، په راتلونکی کال کې به د لومړنۍ مېرمنې لخوا د ښځو د لومړني نړیوال پوهنتون د بنسټ ډبره هم کېښودل شي او د نوي تحصیلي کال په پلېدو سره به کابل پوهنتون کې د تبعیض، جنسي ازار او ځورونې د مخنیوي پالیسۍ پلي شي.
اغلي پیکار په ۱۳۹۶ کال کې د لوړو زده کړو وزارت د لاسته راوړنو په اړه وویل، چې کابو ۴۴۶۶۳  نجونې دولتي پوهنتونو او ۴۳۸۱۳  په شخصي پوهنتونو کې جذب شوي دي.
هغې دا هم وویل، چې ۳۲۱ میرمنې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو لپاره له هېواد څخه بهر په پوهنتونونو او موسساتو کې معرفي شوي او ۷۱۳ میرمنې د ماسټرۍ زده کړو لپاره په هېواد کې دننه لوړو زده کړو موسسو ته لارې موندلې دي.
https://avapress.com/vdcaion6w49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته