د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ننګرهار ولایت امنیه قومندان، عبدالرحمن رحیمي په دی اړه نن ورځ رسنیو ټه ویلی، په ننګر کې د دوو پاکستاني وګړو ترڅنګ لسګونه نور کسان د ترهګریزو او جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
ویلکږی، هغو کسانو د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښآر ترڅنګ له بیلابیلو برخو نیول شوي دي.
دوی وایی، د هغو دوو کسانو په ګډون چې د ځانمرګو بریدونو واسکټونه یې چمتو کول د واسکټونو سره یو ځای نیول شوي دي.
سرچنیو زیاتوی، یو شمېر ترهګر چې غوښتل یې په یاد ولایت کې ترهګریز بردونه ترسره کړي، موخې ته تر رسېدو مخکې نیول شوي دي.