کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د وسله والو ترمنځ نښته

16 حوت 1396 ساعت 11:01



د ننګرهار امنیه قومانداني په وینا، دا پیښه په وروستیو کې د نازیان ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه تنه وسله وال وژل شوي.
د سرچینې په وینا، په دغه نښته کې لږ تر لږه دوه تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي.
د امنیه قومانداني په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د نازیانو ولسوالی د پیکو مورګې په ساحه کې وسله والو مخالفینو خپلمنځي نښته کړې چې په پایله کې د دواړو ډلوڅخه پنځه تنه وژل شوي او دوه نور یې ټپي شوي دي.
تر اوسه معلومه نه نه ده چې په نښته کې ښکیل وسله وال د کوم ډلې پورې تړاو لري خو له دې وړاندې ورته نښتې د وسله والو طالبانو او د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو ترمنځ رامځته شوې ده.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د وسله والو طالبانو او داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 159506

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159506/په-ننګرهار-کې-د-وسله-والو-ترمنځ-نښته

آوا
  https://www.avapress.com