دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 159557
په غزني ولایت کې د اعتراضونو له امله د کابل کندهار لویه لار د پنځمې ورځې لپاره لا هم تړلې ده.
د یادې مسئلې د هواري په هدف یو حکومتي پلاوی هم سیمې ته تلل، خو لاریون کوونکي وايي تر هغې به د عدالت غوښتنې دې لاریون او تحصن ته دوام ورکړي چې حکومت يې غوښتنې نه وي اورېدلي.
د غزني د قره باغ ولسوالۍ اعتراض کوونکي وايي، له کابله د راغلي پلاوي او د دوی ترمنځ خبرو اترو ځکه کومه نتیجه ورنه کړه چې په وینا يې یاد پلاوی د دوی غوښتنو ته رسېدنه نه شي کولای.
د دې لاریون کوونکو یوه تن مشر نقیب الله خاکسار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تر هغې چې غوښتنې يې نه وي منل شوي تحصن به دوام لري او د کابل کندهار لویه لار به د ټرافیکو پرمخ تړلې وي.
د غزني اعتراض کوونکي.
نوموړي زیاته کړه:
"راغلی پلاوی باصلاحیته نه دی د یو شمېر کسانو تر تاثیر لاندې دی او فکر کوم چې زموږ غوښتنو ته ځواب نه شي ویلای، که زموږ غوښتنې ونه منل شي نو بیا به لاریون کوونکي له حکومته نااميده شي او بیا ځي قره باغ ته او په خپل زور به د خپلو وینو غچ اخلي چې خدای ناخواسته یو لوی انساني ناورین به رامنځته شي."
ښاغلي خاکسار وویل که حکومت په دې مسئله کې له ناغېړۍ کار واخلي نو لېرې نه ده چې مسئله نوره هم پراخه شي چې بیا به يې هېڅوک د کنټرول وس نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د غزني د قره باغ ولسوالۍ د شیراباد په سیمه کې د شپې له خوا د یوې کورنۍ درې غړي په مرموز ډول ووژل شول، یوه ښځه ټپي شوه او د همدې کورنۍ دوه غړي برمته شول.
راپورونه وايي چې مسئله د شیراباد او نیختي کلي د اوسېدونکو ترمنځ د اوبو پر سر رامنځته شوې ده.
لاریون کوونکو ویلي حمله کوونکي د نیختي کلي سیمه ییز پولیس وو، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمې ازادي راډيو ته د لاریون کوونکو دا ادعا رد کړې او ویلي دي چې د ملي اردو له یونیفورم نه په ګټې اخیستنې یوې ډلې سیمه ییزو خلکو پر یاد کور حمله کړې او مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.
د همدې پېښې په غبرګون کې د شیراباد سلګونه اوسېدونکو له تېرو څلورو ورځو راپه دیخوا په لاریون لاس پورې کړی، د قره باغ په موشکي سیمه کې يې د کابل کندهار لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې او د مرکز غزني په تخار دروازه کې يې د تحصن خېمه وهلې دي.
د غزني اعتراض کوونکي.
خو پوښتنه داده چې په تېرو پنځو ورځو کې ولې سیمه ییز امنیتي ځواکونه ونه توانېدل چې د لاریون کوونکو روا غوښتنو ته رسېدنه وکړي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري ورته ځواب وايي:
"د مظاهرې په لومړۍ ورځ د امنیې قول اردو قوماندانان او د ملي امنیت مرستیال سیمې ته واستول شول کله چې دوی قره باغ ته ورسېدل د طالبانو له حملې سره مخ شول وروسته چې دوی شیراباد او نیختې ته په ډېرې سختۍ ورسېدل نو له بده مرغه چې قاتلین له سیمې تښتېدلي وو."
په کابل کې د مدني ټولنو یو شمېر استازي بیا له حکومته غوښتنه کوي چې د غزني د مسئلې د حل په هدف دې ژر ترژره اقدام وکړي.
د مدنې ټولنو استازو تېره ورځ د یوه سوله ییز لاریون پرمهال وویل که حکومت ژر تر ژره د دغه شخړې د هواري لپاره لاس په کار نه شي، نو یاده ستونزه به ډېر ژر په یو ناورین بدله شي.
د برمته شويو کسانو راخوشې کول، د وژونکو نیول او په عالني ډول په اشد مجازات محکومول، د پېښې هراړخیزه څېړنه او په کې د لاس لرونکو کسانو مجازات کول او زیانمنو کورنیو ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکول د دغه لاریون کوونکو مهمې غوښتنې دي.
 
https://avapress.com/vdchmwnzq23nmmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته