هغه دغه څرګندونې نن(چهارشنبه) د ملي شورا د ۱۶مې تقنیني دورې د کلنۍ غونډې د پرانيستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړه.
د ولسمشر په وینا، د امنتیت د ټېنګښت لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا حتمي ده او زیاته یې کړه چې څلوېښت کړکېچونو ته د پای ټکې کېښودلو لپاره د امنیتي او دفاعي ښه روزنه او تجهیز اړینه ده او د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره په امنیتي او دفاعي سکټور کې دې اصلاحات راوستل شي.
د سولې د هلو ځلو په هکله ولسمشر غني وویل، چې سوله د افغان ولس هیله ده خو له بده مرغه هېواد دا مهال له تحمیلي جنګ سره مخ دي.
ولسمشر غني په همدې حال کې ټینګار وکړ چې د هېواد د دفاع په خاطر باید د شوې شیبې لپاره هم باید تعلل او غفت ونه شي او امنیتي او دفاعي ځواکونه باید تل د هېواد د دفاع لپاره چمتووالی ولري.
د ولسمشر غني په وینا، د څلور کلنې امنیتي له تطبیق سره به افغانستان په امنیتي او دفاعي برخه کې په بشپړ ډول خود کفا شي.