دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۰
د مطلب کود : 159562
د فاریاب لپاره د طالبانو نومول شوی والی ووژل شو
د افغان امنیتی ځواکونو عملیاتونو په ترڅ کې د طالبانو نومول شوی والی د فاریاب لپاره، ووژل شو.


سیمه ایز چارواکي وایي، د تش په نامه د طالبانو والی ذبیح غازي د شیرین تګاب ولسولی په مربوطاتو کې وژل شوی.
د فاریاب ولایت د امنیه قومانداني ویاند عبدالکریم یورش په وینا، د ذبیح غازي په ګډون د وسهل والو طالبانو ۱۲ غړي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.
ښاغلي یورش زیاته کړه، چې د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو شمېر غړي ټپيان هم شوي دي خو نوموړی د کره شمېر په اړه څه نه وایي.
هغه دا هم وویل، چې د وسله والو طالبانو اړوند یو شمېر وسلي او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې هغه ناامنه ولایت دی چې وخت په وخت ورنه د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو د نښتو راپورونه خپرېږي.
 
https://avapress.com/vdcd9n0fxyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته