دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 159602
کونړ کې شاوخوا شل ترهګر وژل شوي
د افغانستان د دفاع وزارت وزارت وايي، د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ کې په هوايي ځواکونو په بریدونو کې پنځلس ترهګر وژل شوي دي.


د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې دا بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ۲۰۱ سیلاب قول اردو او هوايي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په پایله شوي، چې له امله یې د کونړ د شلتن ولسوالۍ دچوگام اوچنار بانډې په کلیو کې ۱۵ ترهګر وژل شوي دي.
جنرال وزیري دا نه دي ویلي چې دا بریدونه افغان هوايي ځواکونو که په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ترسره کړي دي.
په کابل کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت یو ویاند امریکا غږ ته د دغې برید په اړه بې خبرې ښودلې ده.
همداشان د دفاع وزارت ویاند د دغو ترهګرو هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو پاکستاني امنیتي سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې دا بریدونه د تحریک طالبان پاکستان په وسله والو د چهار شنبې په سهار شوي، چې له امله یې شاوخوا شل وسله وال وژل شوي دي.
دغو پاکستاني سرچینو ویلي چې په دې بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې د ځانمرګو بریدګرو روزونکی قاري یاسین هم وژل شوی دی.
په دغو راپورونو کې ویل شوي، چې د برید پرمهال د تحریک طالبان پاکستان د ډلې مشر مولانا فضل الله زوی هم په دغه ځای کې حاضر وو، خو دا لا معلومه نه ده چې هغه ته په دې برید کې زیان رسیدلی او که نه.
په کونړ کې سرچینو هم امریکا غږ اشنا راډيو ته او ویلي دي، چې په برید کې له شلو زیات ترهګر وژل شوي دي.
خو د هغوی د هویت په اړه دغو سرچینو څه نه دي ویلي.
د تحریک طالبان پاکستان ډله له تیرو څو کالو راهیسې د پاکستان د حکومت پر وړاندې په وسله واله جګړه بوخته ده.
تراوسه د تحریک طالبان پاکستان ډلې دغو راپورونو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciu3azrt1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته