دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 159614
دافغانستان داسلامي مصحلت شورا د حکومت له اقتصادي پروګرامونو او د سولې له طرحې څخه ملاتړ وکړ
د افغانستان د اسلامي مصلحت شورا د پنجشنې په ورځ د روان کال د کب په ۱۷ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د حکومت له اقتصادي پروګرامونو او د سولې له طرحې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان د اسلامي مصلحت شورا رییس، مولوي بحرالدین جوزجاني وویل، سوله د خدای (ج) امر، د انبیاوو سنت او د بشر طبیعي غوښتنه ده، چې په دې اړه په قرآنکریم کې زیات آیتونه راغلي دي. هغه زیاته کړه، مونږ د سولې په تړاو د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني له وروستۍ طرحې څخه په کلکه ملاتړ کوو او له طالبانو څخه هم غوښتنه کوو، چې د سولې یادې طرحې ته لبیک ووایي.
جوزجاني د خپلو خبرو په دوام وویل، د حکومت اقتصادي پروګرامونه، ستر ملي اقتصادي او ټولنیز پروګرامونه دي، چې په عملي کېدو سره به یې د هیواد اقتصادي وده زیاته او خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.
د افغانستان د اسلامي مصلحت شورا مرستیال، مولوي محمد ظاهر وویل، سوله او امن د هر انسان بینادي حق دی او په سوله ییزه فضا کې سوداګریز کارونه، دیني، فرهنګي او ټولنیز فعالیتونه ښه پرمختګ کولی شي. نوموړي له حکومت، طالبانو او د افغانستان له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې په هیواد کې د جګړې د ختمولو او د ډاډمنې سولې راتلو ته په ګډه کار وکړي.
په دغه کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي مصلحت شورا غړي، مولوي عبدالقادر قانت دې ټکي ته په ټینګار سره، چې د امنیت ټینګښت او اقتصادي پرمختګ د افغانستان د خلکو اساسي اړتیاده، زیاته کړه، اسلام خپل پیروان کار کولو او د حلالې روزۍ ګټلو ته هڅوي، له همدې امله د افغانستان ټول وګړي په ځانګړې توګه یاده شورا د حکومت له اقتصادي پروګرامونو او د ټاپي په څېر سترو بنسټیزو پروژو څخه ملاتړ کوي او د دغو پروګرامونو پلي کېدل، په هیواد کې د بې کارۍ د له منځه وړلو او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم بولي. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb89b8arhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته