دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 159637
په افغانستان کې دې د لنډ مهالي مشروط حکومت طرحه پلې شي
یو شمېر سیاسي فعالینو ملګرو ملتونو ته وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې دې د لنډ مهالي( موقت) مشروط حکومت طرحه پلې شي.
ځینو سیاسي فعالینو له کړاوونو څخه د افغانانو د وتلو لپاره ملګرو ملتونو ته داسې طرحه وړاندې کړې، چې له مخې یې شپږ میاشتنی لنډ مهالی حکومت جوړ او د ملي وحدت حکومت رهبران به واک پریږدي. دوی وايي، چې ملګري ملتونه دې د ثور په وروستیو کې دا طرحه پلې کړي او لنډ مهالی حکومت به په شپږ میاشتو کې ټاکنو ته زمینه برابروي.
دوی وايي، چې حکومت د ټاکنو لپاره اراده نلري؛ نو، ځکه مو د لنډ مهالي مشروطه حکومت طرحه وړاندې کړې.
سیاسي فعال برنا صالحي وایي؛ د لنډ مهالي حکومت دنده به یوازې ټاکنو ته زمینه برابرول وي، پر اساسي قانون نه راڅرخي او ستونزوې به هم نه جوړوي.
دغو سیاسي فعالینو د لنډ مهالي حکومت د جوړښت طرحه ملګرو ملتونو ته سپارلې او یو شمېر سیاسي ډ‌لې یې هم پرې خبرې کړې دي.
دغه فعالین وايي، چې حکومت د ټاکنو اراده نلري؛ نو د ستونزو د حل لپاره یې په دغه طرحه کار کړی دی.
سیاسي فعال شیوا شرق وایي، د لنډ مهالي مشروطه حکومت طرحې د ملګرو ملتونو ۶۰ سلنه قناعت تر لاسه کړی دی.
اجرائيه ریاست بیا وايي؛ ملي وحدت حکومت ژمن دی، چې ټاکنې تر سره کړي او په سوله ییز ډول واک نورو ته ولیږدوي.
د دغه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي وايي، چې له نظام، حکومت او اساسي قانون بهر د هر ډول طرحې منل به ستونزې ډېرې کړي.
دا، چې آیا د لنډ مهالي حکومت طرحه د افغانستان له اساسي قانون سره اړخ لګوي او یا ور سره په ټکر کې ده، د حقوقپوهانو د ټولنې غړی یې په اړه وايي.
د حقوقپوهانو د ټولنې غړی وحیدالله فرزه یي وایي؛ دا طرحه به کار ورکړي او حقوقي مشروعیت به هم لري، ځکه ملي وحدت حکومت د اساسي قانون له مخې جوړ شوی نه دی.
دغه طرحه، چې د رستاخیز تغییر جنبش لخوا جوړه شوې؛ په کې راغلي: د لنډ مهالي یا موقتې دورې رييس به ولسمشریزو ټاکنو کې د کاندید په توګه ګډون نشي کولی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwy9quak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته