دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 159643
نړیوال‌بانک: افغانستان کې د میندو او ماشومانو مړینه کمه شوې
نړیوال بانک وايي، له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې افغانستان د روغتیا په برخه کې په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو لپاره د روغتیايي آسانتیاو په برابرولو کې ښه پرمختګ کړی دی.
دغه بانک په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې کچه ۶۴ فیصده ټیټه شوې ده.
د نړیوال بانک په رپوټ کې راغلي "د میندو د مړینې شمیره د زیږون په هرو زرو پیښو کې ۶۴ فیصده ټيټه شوې ده. د ماشومانو د قد د ټيټوالي کچه په هر کال کې دوه فیصده کمه شوې ده. له پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د مړینې کچه ۳۴ فیصده راټیټه شوې ده".
د دغه بانک موندنې ښيي، چې په ۲۰۰۳ عیسوي کال کې د میندو د مړینې کچه ۱۱۰۰ ته رسیدله، خو په ۲۰۱۵ کال کې دغه شمیره ۳۹۶ پیښو ته راټیټه شوې ده.
نړیوال بانک دغه راز په خپل رپوټ کې ویلي، چې په ۲۰۱۵ کال کې له ۵ کلونو څخه د کم عمر درلودونکو ماشومانو د مړینې شمیره ۹۱ ته راټیټه شوې، چې له هغې وړاندې دغه شمیره ۱۳۷ ته رسیدله.
نړیوال بانک د افغان حکومت له خوا د روغتیا په برخه کې د پوهاوي ملي کمپاینونه، د قانوني چوکاټ جوړول، د نړیوالو مرستو او کورنیو مالي سرچینو همغږي کول او څارنه د روغتیايي خدمتونو په پرمختګ کې مهم ګڼلي، خو ویلي دي چې په لرې پرتو او ناامنو سیمو کې بیا غیردولتي انجوګانو د روغتیايي اسانتیاو په برابرولو کې اغیزمن رول لوبولی دی.
نړیوال بانک ویلي، افغانستان د ستونزو سربیره د روغتیا په سکتور کې د پام وړ پانګونه کړې او په دې برخه کې یې د نړۍ نورو ناامنو هیوادونو سره د افغانستان د تجربو او موندونو پر شریکولو ټینګار کړی دی.
د دغه بانک په رپوټ کې راغلي، چې د روغتیا په برخه کې له پرمختګونو سره سره اوس هم افغانستان د لوړ کیفیت روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره اوږده لار په مخ کې لري.
نړیوال بانک ویلي، چې له ۲۰۱۰ کال وروسته ناامنیو د افغانستان د روغتیايي سکتور ځینې برخې ټکنۍ کړې دي.
له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې (OCHA) هم په افغانستان کې د روغتیايي مرستندویو ادارو له کارکونکو سره د تاوتریخوالي د کچې پر لوړیدو اندیښه ښودلې وه.
دغې ادارې په خپل رپوټ کې ویلي، چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د مرستندویو ادارو له کارکوونکو سره د تاوتریخوالي ۳۷۷ پيښې ثبت شوي، چې په کې اولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdon0fsyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته