د هیواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې چارواکې وایی چی د وسله والو طالبانو د کشفي اړېکو د مسئول په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.
په ننګرهار کې طالبانو کشفی اړیکو مسؤول وژل کیدنه
17 حوت 1396 ساعت 17:38
د هیواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې چارواکې وایی چی د وسله والو طالبانو د کشفي اړېکو د مسئول په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام په یو بیانیه کې لیکلي، چې په سره رود کې د يو سرګروپ او اړيکو مسئول په ګډون پنځه وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ، د کشفي اړيکو مسئول او درې نور غړي وژل شوي او همدا راز يو سرګروپ او يو غړی يې ټپيان شوي دي.
د ولایت مقام په وینا، د دغه عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو يو کرولا ډوله موټر، څلور عرادې موټر سايکلونه، او مهمات لمنځه وړل شوي او څلور ميله کلاشينکوفونه ترلاسه شوي دي.
د دولت ضد وسله والې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 159644