دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 159668
کابل ښار کې ځانمرګي برید شوي
د کابل ښار په ښپږمې امنیتي حوزې کې نن غرمه مخکې ځانمرګې برید شوی چی ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

امنیتي چارواکي وایي، دا برید کابل ښار په پل سوخته سیمه کې شوی او په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
خو یو امنیتي سرچینه وایي په دغه برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې چې تېره جمعه هم په کابل ښار کې د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه درې تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شوي وه.
.
 
https://avapress.com/vdcaion6a49nmi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته