دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۵۴
د مطلب کود : 159684
کابل ننۍ برید مسؤولیت داعش ډله په غاړه واخیسته
داعش تروریستی ډله کابل کې ننۍ انتحاری برید مسؤولیت په غاړه واخیسته چی شهید مزاری مصلا ته نږدی ترسره شو. په دی برید کې ۱۴ تنه هیوادوال شهید او ټپیان شوی دی.

 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د داخله وزارت وایی چی شهید مزاری مصلا ته نږدی چاودنې په نتیجه کې د کابل په شپږم حوزه کې، لږ ترلږه اوه تنه شهید او اوه تنه نور ټپیان شو.
نجیب دانش، د داخله زارت ویاند وایی چی دا چاودنه یو انتحاری برید وو او نن غرمې مخکې ۱۱:۳۰ بجو په شاوخوا رامنځته شو.
د ښاغلی دانش په وینا، دا برید هغه وخت رامنځته شو چی انتحاری کوونکې خپل چاودیدونکې توکو ته چاودنه ورکړه.
د داخله وزارت ویاند وایی چی پولیس هم په شهیدانو کې شتون لری.
دا چاودنه هغه وخت رامنځته کیږی چی د خلګو ډیر کسان د عبدالعلی مزاری شهادت ۲۳ کلیزی څخه لمانځلو مراسمو لپاره دا سیمه کې سره یو ځای شوی وو.
محمد محقق، اجراییه ریاست دوهم معاون، احمد ضیا مسعود، د ولسمشر پخوانۍ نماینده او اصلاحاتی چارو او ښه حکومتداری کې، صبغت الله مجددی او ځینی نور سیاسیون په دی ځای کې ګډون کړی وو.
په دی حال کې داعش تروریستی ډله د یو اطلاعیه خپرولو سره دا برید مسؤولیت په غاړه واخیسته.
غیری رسمی سرچینی هم د ۱۰ تنو شهیدیدو او ۲۲ تنه کسانو ټپي کیدو څخه خبر ورکوی.
 
https://avapress.com/vdciv3az5t1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته