د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه د اندړو ولسوالۍ اړوند په ارزو سیمه کې پر امنیتي پوستو کړي.
نوموړی وايي، په دغه بریدونو کې وسله الو طالبانو ته هم مرګه ژوبله اوښتې، خو وايي چې د کره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.
امنیتي مسؤلینو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)