کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنتاګون: افغان هوایی ځواک لپاره د ۸۶،۴ میلیون ډالرو په ارزښت نوی قرارداد

19 حوت 1396 ساعت 15:11

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون وایی چی افغان هوایی ځواک تجهیز لپاره یو نوی قرارداد د Orbital ATK شرکت سره د ۸۶،۴ میلیونو په ډالر ترسره شوی دی.


 

د پنټګان په خپره شوی خبرپاڼه کې راغلي دی چې د ۸۶،۴۰۲،۰۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت یوه نوی قرارداد په ټیکزاس کې میشت Orbital ATK شرکت ته ورکړل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد شرکت به د نوی قرارداد پر اساس د افغان هوایي پوځ د AC-208 ډوله کشفي الوتکو د برابرولو لپاره د اړتیاوړ خدمتونو وړاندې کړي.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا، یاد قرار داد د ۲۰۱۹ کال جون میاشت پوری به بشپړ شی.
ولسمشر غني د چهار شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په موخه د څلور کلنې امنیتي پلان د پلي کېدو لپاره هلې ځلې روانې دي او تر ۱۳۹۸ کال پورې به افغان ځواکونه په بې ساره توګه پیاوړي شي.
د ناټو  یوه لوړپوړي جنرال هم له دې وړاندې ویلي وو چې  د افغان هوایي ځواکونو جوړښت تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې لا پراخه شي او نورو تجهیزاتو له ورکولو سره د دغو ځواکونو شمېر به یې تر درې برابره زیاتې شي.
 


د مطلب کود: 159728

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159728/پنتاګون-افغان-هوایی-ځواک-لپاره-د-۸۶-۴-میلیون-ډالرو-په-ارزښت-نوی-قرارداد

آوا
  https://www.avapress.com