دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 159750
د سولې په خبرو کې امریکا د افغانستان د حکومت بدیل نشي کیدی- الیس ویلز
د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وایي، چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې امریکا د افغانستان د حکومت بدیل نشيکیدی.
په ښکاره  د امریکا متحده ایالاتو له ۱۶ کلونو وروسته تازه ساه اخیستې او د سولې خبرو ته د طالب وسلوالو چمتو کیدو ته ډاډمنه شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د متحده ایالاتو د سولې په نړیوال مرکز کې په ډاګه کړې، چې طالبان غواړي د افغان دولت د سولې نوي وړاندیزونه وڅېړي او اړینه ده، چې دا ډله د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شي.
د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز طالبانو ته په نغوته(اشاره) کې ویلي، چې د افغان حکومت د طرحې د عملي کولو لپاره امریکا د هر ډول آسانتیاوو را منځته کولو ته چمتو ده؛ خو نه شي کولی له طالبانو سره د سولې په مخامخ خبرو کې د افغان حکومت بدیل ووسي.
نوموړې زیاته کړې؛ اوس د دې وخت راغلی، چې طالبان د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته ځواب ورکړي او د افغان دولت له طرحې ملاتړ وکړي.
د نوموړې په وینا؛ پاکستان د افغانستان د سولې او ثبات په راوستو کې اصلي رول لري او کولی شي د طالبانو لیدلوری بدل کړي. که څه هم پاکستان خپل سیاست بدل کړی نه دی؛ خو مونږ له دې هېواد سره دروازه نه بندوو او غواړو، چې له پاکستان سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز دا ټینګار هم ښکاره کړې، چې ډېر لږ افغانان له طالبانو سره خواخوږي لري؛ دا ډله د سولې خنډ بولي او د دې ډلې له ماتیدو سره به نورې ترورستي ډلې خپله ماتې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpoqsx2bqpm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته