کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټیفا: ملګرو ملتونو هم د راتلونکو ټاکنو لپاره لازمه همکاري نه ده کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 حوت 1396 ساعت 18:44

ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي چې د افغان حکومت او انتخاباتي کمېسیونونو سربېره ملګرو ملتونو هم د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو په هدف، لازمه همکاري نه ده کړې.


دغه بنسټ وايي چې د انتخاباتو د کمېسیون ترڅنګ افغان حکومت او ملګرو ملتونونو هم ونه کړای شول چې په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره کوم کار وکړي.

د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت لپاره د ملګرو ملتونونو همکاري حتمي ده، خو د نوموړي په خبره، دغه همکاري نه ترسترګو کېږي.
ښاغلي ایوب زاده وویل:
"کم کاري نه یوازې کمېسیون او حکومت ته، بلکې ملګرو ملتونونو ته هم متوجې کېږي کېږي، ملګرو ملتونو ونه شوای کړای چې حد اقل د انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې همکاري وکړي، حکومت اراده نه لري، کمېسیون تراوسه وضعیت نه دی مشخص کړی او نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه، ملګرو متلونو همکاري ونکړه چې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره شوې وای."
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسیوالیو شورا ګانو د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه د راتلونکي کال د سرطان میاشت ټاکلې وه، خو تازه د دغه کمېسیون مرسیتال معاذالله دولتي ازادي راډیو ته ویلي چې ښايي یاده نېټه وځنډېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرونو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د امنیت شورا په ناسته کې ویلي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره لازم چمتووالی نه دی نیول شوی.
نوموړي دغه شان ټینګار کړی چې په افغانستان کې په شفافه ډول د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدل له یوې خوا د اساسي قانون حکم دی او له بله پلوه د انتخاباتي کمېسیونو د باور د بیا رامنځته کېدو لپاره هم ډېر مهم دي.
د نوموړي په خبره، د راتلونکو انتخاباتو لپاره د لازمو چارو د نه ترسره کېدو او د انتخاباتو پر خپلواک کمېسیون انتقادونه هغه څه وو چې له کبله یې د دغه کمېسیون پخوانی رئیس هم له دندې لېرې کړای شو.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
خو ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ د ملي شورا ۱۶مې تقنیني دورې د اتم کال په پرانيستغونډه کې وویل چې په خپل وخت د انتخاباتو ترسره کېدل حتمي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر غني زیاته کړه:"په خپل ټاکلي وخت سره د ولسي جرګې او جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کېدل، يو حتمي امر دی چې په هېڅ وجه په ‌کې بدلون نه‌شي راتلای، دا د ملي وحدت د حکومت دنده ده چې د انتخاباتو لپاره لازم امکانات برابر، امنیت‌ يې ټينګ او په‌ کې د هر ډول ملکي، امنیتي او سیاسي مداخلو مخه ونیسي."
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي هم د ملي شورا د اتم کال په پرانيستغونډه کې وویل چې انتخاباب باید په ټاکلي وخت او په عادلانه ډول ترسره شي.
خو په افغانستان کې نا امني او ځینې نورې تخنیکي ستونزې د انتخاباتو د ترسره کېدو پر وړاندې جدي ستونزې ګڼل کېږي.
 


د مطلب کود: 159754

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159754/ټیفا-ملګرو-ملتونو-هم-د-راتلونکو-ټاکنو-لپاره-لازمه-همکاري-نه-ده-کړې

آوا
  https://www.avapress.com