دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۰
د مطلب کود : 159759
په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید د زیاتېدو په اړه "INCB" اندېښنه
د ملګرو ملتونو یوې څارونکې ادارې يا INCB ویلي چې په افغانستان کې د مخدره موادو د غیر قانوني اقتصاد پر ضد مبارزې پرته، په دې هېواد کې د ثبات د راوستلو لپاره روانې هڅې نتيجه نه ورکوي.

دغې ادارې په افغانستان کې د نشه يي موادو د ډېرېدو له امله اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې افغانستان اوس هم په نړۍ کې د تاریاکو ستر تولیدوونکی هېواد دی.
د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ په تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې نشه يي موادو نامشروع اقتصاد ته لاره اواره کړې او تر څو چې له نشه يي موادو سره جدي مبارزه و نه شي، په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره روانې هڅې مطلوبه نتيجه نه ورکوي.
دې ادارې ټینګار کړی چې نړېوال باید له افغانستان سره خپلو مرستو ته لومړیتوب ورکړي.
د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت دې راپور ته په اشارې سره وايي چې افغان حکومت د نشه يي موادو پر ضد مبارزه کې جدي دی، خو له نړېوالې ټولنې غواړي چې په دې برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي.
جاوید احمد قایم
جاوید احمد قایم
په دې اړه د نشه يي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ستراتيژۍ او پالېسۍ معين جاوید احمد قایم وايي:
"د افغانستان ثبات له مخدره موادو سره په مبارزې پورې تړلی دی، ځکه نه یوازې له اقتصادي او اجتماعي اړخه ستونزې جوړوي، بلکې په امنیت پورې هم تړلی دی، د مخدره موادوپه لاس ته راغلو پيسو باندې د ترورېزم ماشین چلېږي، دې ټکي ته په پام سره باید په دې برخه کې امکانات ډېر شي، هغه امکانات چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا له ترورېزم سره پر مبارزه لګول کېږي، بايد همدومره امکانات د مخدره موادو پر مبارزه باندې هم ولګول شي."
په دې راپور کې دا هم راغلي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې افغان حکومت ۷۵۰ هکټاره ځمکه کوکنار له منځه وړي چې په افغانستان کې د ټولو کرل شویو کوکنارو په سلو کې (۰،۲۵) جوړوي چې شمېر يې د کرل شویو کوکنارو په پرتله کم دی، خو د نشه يي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت بيا د کوکنارو د کښت همدومره اندازه له منځه وړل هم یوه لاسته راوړنه بولي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د نشه يي موادو پر ضد مبارزه کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د ميلیونونو ډالرو لګښت سره سره د کوکنارو کښت په سلو کې ۶۳ او د تارياکو تولید په سلو کې ۸۷ ډېر شوی دی.
له بلې خوا د ۲۰۱۷ کال په وروستیو میاشتو کې افغان او ناټو ګډو ځواکونو د نشه يي موادو د کارخانو ويجاړولو او وسله ‌والو طالبانو د مالي سرچینو وچولو لپاره هوايي عملیات پیل کړل چې اوس هم دوام لري او په دې لړ کې یې وسله والو طالبانو او مافیايي ډلو ته ميلیونونه ډالر زیان اړولی دی.
بلې خوا ته یو شمېر پوځي کارپوهان ټینګار کوي چې له نشه يي موادو سره مبارزه بايد د شعارونو پر ځای په عمل کې وښودل شي.
په دې ډله کې زلمی وردګ په دې باور دی چې نشه يي مواد په افغانستان کې د جګړې پراخېدو ته لاره پرانیستې او نشه يي مواد د روانې جګړې یو ستر لامل دی.
ښاغلی وردګ وایي:
"دا مبارزه باید حقیقي وي او چل او فریب بايد پکې نه وي، که چېرې نړیوال وغواړي چې مبارزه وکړي، امکان لري چې مخدره مواد له منځه لاړ شي، د جګړې د دوام په سلو کې ۷۰ لامل خپله مخدره مواد دي چې ډېرې ستونزې يې جوړې کړې دې، نو که چېرې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه جدي و نه ګڼل شي، نو ستونزې به نورې هم ډېرې شي."
ښاغلی وردګ د نشه يي موادو د کارخانو ويجاړولو او د وسله ‌والو طالبانو د مالي سرچینو وچولو لپاره د افغان او ناټو ګډو ځواکونو روان عملیات ګټور بولي او ټینګار کوي چې د دې عملیاتو دوام به وسله وال طالبان او ترورېستي ډلې د جګړې په ډګر کې کمزوري کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs9b89rhbszp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته