دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۸
د مطلب کود : 159762
مسؤلین: د هيروئينو د قاچاق په تور ۱۱ تنه نيول شوي
پنځه تنه نور قاچاق وړونکي د هېواد له څلورو ولایتونو څخه د ۱۶ کیلو ګرامه هیروئينو، ۱۲ کیلو ګرامه تاریاکو او ۵۵۸ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تور ونیول چې دوسیې یې د څېړنو په حال کې دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا کسان چې په جلا جلا توګه يې غوښتل یو اعشاریه ۴۲۸ کیلو ګرامه هیروئين په خپلو خېټو کې د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه ډیلي ته انتقال کړي، د پولیسو له خوا ونیول شول او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته وسپارل شول.
د ښاغلي موحد په وینا، پنځه تنه نور قاچاق وړونکي د هېواد له څلورو ولایتونو څخه د ۱۶ کیلو ګرامه هیروئينو، ۱۲ کیلو ګرامه تاریاکو او ۵۵۸ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تور ونیول چې دوسیې یې د څېړنو په حال کې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfv1dy0w6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته