دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۴۴
د مطلب کود : 159775
هلمند: په پوځي عملیاتو کې ۴ وسله وال نيول شوي او ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هلمند ولایت چارواکی وایی، د ۲۱۵ ميوند قول اردو جزوتامونو د ګډو امنيتي ځواکونو سره د چاڼيزو عملیاتو پر مهال د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو ترهګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې د (۴) وسله والو په نيولو سره (۱) تن وسله وال ترهګر وژل شوی، (۱) میل کلاشینکوف، (۱) میل تفنګچه، (۱) پایه د ایکم مخابره، (۴) عدده شاژور، (۳) سيټه موبایلونه او (۱) عراده لکسیز موټر د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي، نیول شوي (۴) تنه وسله وال د ګرشک ولسوالۍ ملي امنیت مدير ته د څيړنو لپاره سپارل شوي دي.

د افغان غږ(افغان غږخبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند والی ولایت دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی، تیره ورځ وسله والو ترهګرو پلان درلود چې د کجکي ولسوالۍ په يو شمير امنیتي پوستو بریدونه وکړي خو د امنيتي کشفي کامرو له تثبيت څخه وروسته تر برید لاندې راغلل او په پای کې يې (۱) تن وژل شوی او (۱) تن يې ټپي دی.
سر چنیو زیاتوی، همدارنګه د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سيمه کې دوه تنو وسله والو ترهګرو د امنيتي ځواکونو په اکمالاتي لارو کې ماينونه ځای پر ځای کول چې د خپل ماين په چاودنه کې دواړه وژل شوي دي.
په یاد خبر پانه کی راغلی، د ميوند قول اردو د ماين پيژندنې مسلکي پوځيانو لخوا د هلمند په مختلفو سيمو کې د لوی لارو د چیک او کنټرول پر مهال (۷) کړۍ ډول ډول ماينونه کشف او چاودنه ورکړل شوې ده.
خو وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcjaheviuqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته