کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ازبکستان د تاجکستان د بریښنا د بند د جوړیدو سره نور مخالفت نکوي

20 حوت 1396 ساعت 9:36

د تاشکند او دوشنبې ترمنځ د اړیکو د گرمیدو په نتیجه کې ازبکستان په تاجکستان کې د بریښنا د یو ستر بند د جوړیدو سره مخالفت بس کړ.



تاجکستان د راغون د بریښنا د بند د جوړولو کار په ٢٠١٦ کې پیل کړ، خو هغه وخت د ازبکستان پخواني جمهور رئیس اسلام کریموف، ورسره مخالفت وکړ.
د بریښنا دغه بند چې د نړۍ تر ټولو جگ د بریښنا بند به وي د وخش د سیند پر سر جوړیږي او د جوړیدو تړون یې د ٣،٩ میلیارد ډالرو په ارزښت د یوې ایټالوي کمپنۍ سره لاس لیک شوی دی.
تاجکستان غواړي ددغه بند په جوړیدو سره نه یواځې د خپلې اړتیا وړ بریښنا ترلاسه کړي بلکه په پام کې لري چې دغه بریښنا افغانستان او پاکستان ته هم صادره کړي.
خو د ښاغلي کریموف د جمهوري ریاست په وخت کې ازبکستان ویلي وو چې ددغه بند جوړیدل د ازبکستان د بزگرانو د اړتیا وړ اوبو جریان گډوډوي.
د کریموف د مړینې وروسته کله چې شوکت میرضیایف، د ازبکستان د جمهوري ریاست چارې ترلاسه کړې د تاشکند او دوشنبې اړیکې ښه شوې.
ددغو ښه اړیکو په دوام کې د جمعې په ورځ د ازبکستان جمهور رئیس میرضیایف دوشنبې ته یو رسمي سفر وکړ. دا په تیرو ١٨ کالو کې لومړی ځل دی چې د ازبکستان یو جمهور رئیس تاجکستان ته سفر کوي.
د تاجکستان جمهور رئیس د خپل ازبک سیال سره له لیدنې کتنې وروسته وویل "مونږ په دې هکله چې د بریښنا موجود او تر جوړیدو لاندې بندونه د سیمې د اوبو او بریښنا ستونزې حل کوي، ورته نظر لرو."
ښاغلي رحمان زیاته کړه چې چې دوسنبه د راغون بند په گډون د اوبو د بریښنا د بندونو د پراخیدو لپاره د ازبکستان د ملاتړ هر کلی کوي.
ښاغلي رحمان ازبکستان ته د اوبو د جریان په اړه د هغه هیواد د اندیښنو په هکله وویل چې تاجکستان به "هیڅکله" خپل گاونډیان بې اوبو پرینږدي.
له بلې خوا د ازبکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف، وویل چې هیواد یې غواړي د اوبو د بریښنا لگښت زیالت کړي او ددې کار لپاره به اضافي بریښنا له تاجکستان څخه واخلي.
 


د مطلب کود: 159784

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/159784/ازبکستان-د-تاجکستان-بریښنا-بند-جوړیدو-سره-نور-مخالفت-نکوي

آوا
  https://www.avapress.com