دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 159788
درانی: د کندهار پولیسو دوه تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول
د کندهار پولیسو د نشه يي موادو د قاچاق په تور دوه تنه ونیول.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نشه يي موادو یو قاچاق وړونکی چې ۳۰۰ ګرامه هیروئين یې په خپله خېټه کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي، د کندهار د هوايي ډګر سرحدي پولیسو ونیو.
دغه ډول په يوه بله پېښه کې یو بل کس هم پوليسو ونيو چې غوښتل یې ۶۵ کیلو ګرامه چرس د کندهار ولایت له ډنډ ولسوالۍ څخه ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کړي.
دا دوه کسان د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjn0fjyt0k56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته