د ملی امنیت خبرپاڼې په اساس تیره ورځ د شنبه په ورځ د عملیات په ترڅ کې، په یادو وژل شویو وسله والو کې ۳ تنه پاکستانیان هم شامل دی.
دا عملیات د هلمند لشکرګاه ښار په خشک اوبه سیمه کې ترسره شوی دی.
یو شمیر وسلې او تجهیزات هم امنیتی ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.
همدارنګه ملی امنیت خبرپاڼه زیاتوی چی په پکتیا ولایت کې زیړوک ولسوالی کې هم عملیات ترسره شوی چی په ترڅ کې د وسله والو د وسلو یو زیرمه د امنیتی ځواکونو په لاس ورغلي دی.